پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې اشرف غني په خپل تګ افغانستان زیانمن کړ. نوموړي له العربیه تلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د اشرف غني په تګ سره په افغانستان کې سترې ستونزې رامنځ ته شوې او هغه داسې یوه پرېکړه وکړه چې افغانستان یې زیانمن کړ.
سرچینه کاږي چې د هغه په تګ سره نړیوالې ټولنې پر افغانستان بندیزونه ولګول، شتمني کنګل شوه، اردو او پولیس له منځه لاړل او یو منظم اداري سیستم زیانمن شو. هغه د نوي حکومت په اړه ویلي چې دوی باید داخلي مشروعیت تر لاسه کړي او د ټولو خلکو تایید له ځان سره ولري. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ویلي چې واک ته د رسېدو او څوکۍ لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري او غواړي چې د یوه عادي افغان په توګه په خپل هېواد کې ژوند وکړي.