د امریکا په شیکاګو کې په یوه وسله وال برید کې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې په دغه ایالت کې د امریکا د تاسیس د نمانځنې په مناسبت رسم ګذشت جوړ شوی و، چې له یوه بام پر نندارچیانو ډزې پيل شوې دي.
په دې پېښه کې شپږ کسه وژل شوي او شاوخوا دېرش نور ټپيان دي. پولیس تر اته ساعته نښتې وروسته بریالي شوي چې برید کوونکی محاصره کړي او وایي چې هغه یو دووه ویشت کلن ځوان دی، خو په دې اړه نور جزیات نه دي روښانه شوي. امنیتي ادارو دا یو ترهګریز برید بللی دی.