پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې پاکستان دې له افغانانو سره خپل ناروا چلند پای ته ورسوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په تورخم کې د یوه افغان د وژل کېدو په اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا خورا خواشینوونکې پېښه ده. دده په خبره پاکستان په وروستیو کې په سپین بولدک او تورخم کې له افغانانو سره خورا ناوړه چلند پيل کړی دی چې د هېڅ لوري په ګټه نه دی. هغه پر پاکستاني لوري غږ کړی چې د افغانانو پر وړاندې خپلو ناروا کړنو ته د پای ټکی کېږدي او په وینا یې د ورورګلوۍ لار دې خپله کړي. هغه د نوي حکومت پر مشرتابه هم غږ کړی چې افغانانو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي څو دوی پردیو هېوادونو ته تګ ته اړ نه شي.