ګلبدین حکمتیار وايي، سره له دې چې افغانستان کې د انرژي د تولید ستونزه شته خو لا هم د افغانستان سکاره په ټیټه بیه له هیواده بهر ته وړل کیږي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې افغانستان له تاجکستان او ازبکستان څخه برېښنا واردوي او له دغو هېوادونو پوړوړی دی خو بیا هم له څو کلونو راهیسې د افغانستان سکاره د نړیوال بازار څخه په ۵ چنده ټیټه بیه خرڅیږي او له هیواده ایستل کیږي. حکمتیار زیاتوي، د دې پر ځای چې د افغانستان سکاره په ټیټه بیه په ګاونډیو هیوادونو خرڅ شي، باید په هیواد کې د ننه د انرژي د تولید لپاره وکارول شي.