په ایران کې د وروستۍ زلزلې له امله ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران هرمزګان سیمه د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه یو درجې زلزلې لړزولې ده. رسنیو کې د سیمه ییزو چارواکو له قوله راغلي چې تر لومړۍ زلزلې یو ساعت وروسته دویمه جټکه هم محسوسه شوې ده چې له امله یې تر اوسه پورې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او ۳۹ نور ټپيان دي. د هرمزګان سیمې مرستندویه اداره وايي، د دوی ټیمونه د زلزلې ځای ته رسېدلي دي. لومړۍ زلزله د شپې شاوخوا دوه بجې شوې ده او ویل کېږي چې دومره زوروره وه چې ټکانونه یې د ایران د لرې پرتو سیمو په ګډون آن په متحده عربي اماراتو کې هم حس شوي دي.