د افغانستان سرپرست حکومت له امریکایي پلاوي سره په قطر کې پر کنګل شویو پیسو، اقتصادي، سیاسي او بشري موضوعاتو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امریکايي پلاوي ته په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د مثبتو تحولاتو په تړاو معلومات وړاندې کړي او د افغانستان وضعیت یې د امنیتي پلوه ښه بللی دی. متقي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړل شي. د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان له نوي حکومت سره دې د فشار پر ځای د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره شي، تر څو وکولای شي پرمختګونه ولري. د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې غواړي د تعامل لار خپله کړي او په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي. ویسټ په افغانستان کې د بشري مرستو د رسونې او شفافې توزیع ستاینه وکړه او یو مثبت پرمختګ یې وباله، امریکايي استازي همدا رنګه وویل چي په افغانستان کې د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.