د افغانستان د پخواني حکومت فاسد چارواکي ښه ژوندونه لري، خو تر شا یې ميلیونونه له لوږې او قحطۍ سره مخ کسان پرېښودل. الجزیره انګلیسي په یوه راپور کې لیکي چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د حکومت په وروستیو کلونو کې له متحده عربي اماراتو نیولې بیا تر ترکیې او کلیفورنیا نوي جایدادونه اخیستي دي او د ساحلونو تر غاړې له آرام ژوند خوند اخلي.
سرچینه کاږي په پخواني حکومت کې مالي فساد او د میلیونونو ډالرو لا درکه کېدل ددې سبب شول چې نن میلیونونه افغانان له لوږې سره لاس او ګرېوان شي. دغه رسنۍ لیکي چې د پخواني حکومت فاسد چارواکي آرام ژوندونه لري، خو د دوی د فساد زیان میلیونونه هغو کسانو ته ورسېد چې په ټېټو چوکیو یې د خپل هېواد خدمت کاوه ا