امریکا او افغان لوریه د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو خبرې کوي. واشنګټن پوسټ د باوري سرچینو په حواله لیکلي چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه آزاده او د مرکزي بانک په واک کې ورکړي.
دغه سرچینې یادې رسنۍ ته ویلي امریکايي لوری په دې لټه کې دی څو پر دې پیسو د نوي حکومت چارواکي کنټرول و نه لري بلکې د افغان ولس لپاره وکارول شي. له همدې امله دوی ددې پیسو د آزادولو پر یوه ډاډه میکانیزم او تګلاره کار پیل کړی دی.
امریکايي سرچینو ویلي ددې پیسو له آزادولو یې موخه د بشردوستانه مرستو رسول او له عامو افغانانو سره همکاري کول دي. امریکا دمګړی د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له دې ډلې اووه میلیارده یې د مرکزي بانک او پاتې دوه میلیارده یې د خصوصي سکتور شتمني ګڼل کېږي.