د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د هلمند د کجکي بند برېښنا له کندهار ښار سره وصل شوې ده. ځايي چارواکي وايي، له کجکي څخه تر کندهار ښار پوري د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا مزي رغولو چارې چې څه باندې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې نن بشپړې شوې دي. د کندهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې د کجکي فابریکې څخه تر کندهار برېښناکوټ پوري نوی لاین او پایې د ۱۷۰ کلیومتره په واټن د ۶۱ کاري ورځو په بهیر کي بشپړ شوی دی. د کندهار ولایت مقام په حواله، پر دې پروژې ټول ټال ۲۷۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.