په جنوب لودیځ زون کې هلمند او کندهار؛ هغه ولایتونه دي، چې په ډېره زیاته کچه پکې د کوکنارو کرکېله کیده؛ خو وروسته تر هغه چې د ا.ا د امیرالمومنین لخوا یې د نه کرلو فرمان صادر شو، اوس ددغه ولایتونو بزګران وایي، چې د کوکنارو کرکېله یې په بشپړه توګه درولې ده.